ایکناخبری آژانس د ایرناله قوله راپور راکړ د پاکستان د مذهبی چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووئيل ددغه هیواد د مذهبی چارو وزیر پیر نورالحق قادري په اسلام اباد کې دمصر له سفیر طارق محمد سره په نننۍ کتنې کې ووئیل ، په لاهور کې به د مصر د الازهر پوهنتون د یوې ستره څانګه تاسیس ړي او په دې باب به ډيره زر د دواړو هیوادنو دحکومتونو ترمینځ یوه رسمي تفاهم نامه لاسلیک شي .
په دغې اعلامیې کې راغلی دي ،قادری صیب ووئیل،په لاهور ښار کې د جامعةالازهرپوهنځي د تاسیس مقدمات پيل شوي دي،ددغه پوهنځي استاذان به له مصر څخه وي،البته ددغه پوهنځي مدیریت او مسئولیّت به د پاکستان په غاړه وي .
په دغې کتنې کې د پاکستان دپنجاب صوبې د مذهبی چارو وزیر پير سعید الحسن او ددغې صوبې د اوقافو ادارې عمومي مدیرطاهر رضا هم شتون درلود.
د پاکستان د مذهبی چارو وزیر دغه راز وئیلي دي ،مشترکه کاري ډله د پاکستان د تعلیم او خارجه چارو د وزارتونو او د پنجاب صوبې د اوقافو د ادارې د استازو په شتون سره جوړه شي .